اسلامي هیوادونو کښې د لویدیځ کلتوري یرغل په پراخیدو دی
(last modified Sun, 21 Jun 2020 03:10:55 GMT )
Jun 21, 2020 07:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم عمران خان
    د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم په اسلامي هیوادونو کښې د لویدیځ د کلتوري یرغل د پراختیا په هکله خبرداری ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون په یوه وینا کښې غربي کلتوري یرغل د پاکستان خلاف ترټولو خطرناک جنګ وباله او ویې ویل: د لویدیځ کلتور پراخ نفوذ او د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د پاکستان په ځوانانو یې نیغ په نیغه اغیزشیندنه د ځايي کلتور د نابودۍ سبب کیږي.

د پاکستان وزیراعظم د غربي کلتور د پراخ نفوذ په وړاندې د خپل هیواد د خلکو په هوښیارۍ باندې په ټینګار سره زیاته کړه: پاکستاني چارواکي او مسئولان دنده لري چې د ځايي کلتور د ساتلو او د دښمن د فرهنګي او کلتوري یرغل سره د مقابلې لپاره له ټولو موجودو وسایلو او امکاناتو کار واخلي.

 

ټیګونه