په افغانستان او پاکستان کې کرونا ترخطرناک حده په خوریدا ده
داپه داسې حال کې دي چې په درستې نړۍ کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یولیس میلیون اوڅلور لکو تنو زیات شوی چې له دغو کسانو کابو پنځه لکه څلور دیرش زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدرااز لږترلږه شپږ میلیون او څلور لکه پنځه پنځوس زره کسان هم له د رملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ په پاکستان کې په تیرو شواروز کې دکرونا ویروس دخپریدا له امله درې زره یو سل دوه نوي نور ککړ کسان پیژندل شوي چې له دې سره په درست هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر دوه لکه اته ویشت زره پنځه سوه تنو ته زیات شوی او دغه راز په درملنې پسې هم په دغه هیواد کې دښو شوو کسانو شمیر هم کابو یو لک دیرشو زرو کسانو ته رسیدلی دی .
همداراز د افغانستان د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیرشواروز کې په درست افغانستان کې په کرونا ککړ نور دوه سوه نهه اویا کسان پيژندل شوي چې ورسره تر دې دمه په افغانستان کې په کرونا دککړو کسانو شمیر کابو درو دیرشو زرو ته رسیدلی او همدرااز په تیرو ۲۴ساعتونو کې ددغې ناروغۍ له امله اته دیرشو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ټول کې تر دې د مه دردستو قربانیاو شمیر اته سوه څلور شپیتو تنو ته زیات شوی دی .