کرونائي بحران دپاکستان هوائي ټرانسپورټي سسټم ته۳۰میلیارډ روپۍتاوانونه اړولي
وروستي راپورونه ښئ چپې په پاکستان کې تر پرون مازدیګر پورې په کرونا دککړو کسانو شمیر دوه لکه اوه شپیته زره یو سل پنځه نوي تنو ته زیات شوی ؤ .
زمونږ خبریال له اسلام اباده راپور راکړ دپاکستان د سول ایوي ایشن ادارې پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،د کرونا ویروس دخوریدا په دلیل د لازیاتو داخلی اوبهرنیو الوتونولغوه کیدا ته په پام سره ددغه هیواد دهوائي ټرانسپورټي ادارې ته څه دپاسه دیرش میلیارډ روپو تاوانونه اوښتي او له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي .
دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت د ماشومانو دګوځڼ واکسینشن د پروګرام له څلور میاشتنۍ دریدا وروسته له پرونه یو ځل بیا دغه واکسینیشن بیرته پيل کړی دی .
وروستي راپورونه ښئ چې په پاکستان کې تر پرون مازدیګر پورې په کرونا دککړو کسانو شمیر دوه لکه اوه شپیته زره یو سل پنځه نوي تنو ته زیات شوی ؤ .
په عین حال کې وئيل شوي دي ، دامریکا ئي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلی او پرون د هرامریکائي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ بیّه یو سل اته شپیته اعشاریه اتو روپیو ته لوړه شوې چې د پاکستان په کابو دوه اویا کلن تاریخ کې مخینه نه لري .