پاکستان د افغانستان د لویې جرګې د پریکړې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i92146-پاکستان_د_افغانستان_د_لویې_جرګې_د_پریکړې_هرکلی_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو ډلې د نورو څلورسوه(۴۰۰) بندیانو د خوشي کیدا په هکله د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د فیصلې هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2020 00:33 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د لویې جرګې د پریکړې هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو ډلې د نورو څلورسوه(۴۰۰) بندیانو د خوشي کیدا په هکله د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د فیصلې هرکلی وکړ .

د پاکستان د باندنیو چارو  وزارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې هیله څرګنده کړه د طالبانو ډلې د نورو څلورو سوو(۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو په هکله د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د غونډې په فیصلې سره د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا لاره هواره شي .

د پاکستان خارجه وزارت په خپلې بیانیې کښې له امنه ، ډیموکراټیک او خپلواکه افغانستان څخه د پرله پسې ملاتړ لپاره د اسلام اباد په ژمنې باندې ټینګار سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د داخلي خبرو اترو د بریالیتوب لپاره خپل رول لوبولو ته پاې بنده ووسي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې له فیصلې وروسته د څلور سوه (۴۰۰) طالب بندیانو د خوشي کولو حکم لاسلیک کوي .