پاکستان د هندوستان شاذدافیر وروباله
(last modified Tue, 15 Sep 2020 03:05:17 GMT )
Sep 15, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان شاذدافیر وروباله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د هندوستان په راجستان صوبه کښې د یوې ۱۱ کسیزې کورنۍ د شکمنې مړینې په پیښې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د هندي سفارت شاذدافیر وروغوښته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د هندوستان په راجستان صوبه کښې د یوې ۱۱ کسیزې کورنۍ د شکمنې مړینې په پیښې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د هندي سفارت شاذدافیر وروغوښته.

د پاکستان د خارجه وزارت چارواکو د هندوستان د سفارت شاذدافیر ته د دغه هیواد په خاوره کښې د ۱۱ پاکستانیانو د مړینې د پيښې په هکله د اسلام آباد سخت اعتراض اعلان کړ.

پاکستان د هندوستان په خاوره کښې د خپلو ۱۱ ښاریزو د مړینې د جزئیاتو د بیانیدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت په خبره، دغه یوولس کسیزه پاکستاني کورنۍ د آګست په نهمه نیټه وژل شوې خو د دغې پيښې په هکله لازیاتو جزئیاتو ته د رسیدو لپاره له نوي ډیلې څخه د پاکستان د سفارت له بیابیا غوښتنو سره سره هندي لوري کومه خاص همکاري نه ده کړې او د دغو پاکستانیانو د مړینې علت لا نه دې معلوم شوی.

 

ټیګونه