عمران خان ، نواز شریف په خیانت تورن کړ
(last modified Fri, 02 Oct 2020 10:41:00 GMT )
Oct 02, 2020 15:11 Asia/Kabul
  •  عمران خان ، نواز شریف په خیانت تورن کړ

وغواړی قانون مات کړی نو ورسره به چلند وشی . په عین حال کی د پاکستان سترې محکمې پرون نواز شریف یو تښتیدلې مجرم وباله او ویې ویل د درملنې لپاره د هغه لندن ته تلل اوناروغی له سزا د تښتیدا لپاره یوه پلمه ده .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د پاکستان حکومت ضد نوازشریف څرګندونو ته په اشارې سره وویل هغه له پاکستان سره د خیانت خطرناکې لوبې ته وردانګلی دی .

عمران خان زیاته کړه نواز شریف یو تښتیدلې مجرم دې چی له هیواده بهر تښتیدلی او سیاسی بیانیه صادروی چی په بشپړه غیر قانونی دی .

عمران خان  مسلم لیک ن څانګې او نورو اپوزیشن ګوندونو ته په خطاب کی وویل  اعتراض او نیوکه د درستې ټولنې حق دې خو که اپوزیشن وغواړی قانون مات کړی نو ورسره به چلند وشی .

په عین حال کی د پاکستان سترې محکمې  پرون نواز شریف یو تښتیدلې مجرم وباله او ویې ویل د درملنې لپاره د هغه لندن ته تلل اوناروغی له سزا د تښتیدا لپاره یوه پلمه ده . په دغه راپور کی راغلی دی چی محمد نواز شریف د پاکستان حکومت او خلکو ته دوکه ورکړی ده .

 

 

 

ټیګونه