-
دپاکستان په اورکزئ سیمه کښې ۴۰ کسان وژل شوی
Nov 23, 2018 12:19زمونږخبریال وایی د پاکستان په کوزې اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency) کښې په کلایه بازار کښې نن د جمعې په بازار کښې چې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وه د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په ترهګرې ځان وژونکی بم چاودنې کښې تراوسه څلویښت(۴۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش(۳۵) نور ژوبل شوی دی .
-
په پاکستان کښې دچین په کنسولګرۍ برید شوی
Nov 23, 2018 09:06زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې نن د چین په کنسولګرۍ د څو ترهګرو په حملې کښې دوه(۲) پولیس او دوه(۲) ملګی وګړی ووژل شوی او دغه راز د پولیسو او د رینجر ځواکونو په ډزو کښې درې ترهګر هم هلاک شوی دی او له هغوې وسلې او چاودیدونکی مواد کشف شوی دی .
-
دپاکستان په اورکزئ سیمه کښې 40 کسان وژل شوی
Nov 23, 2018 08:45زمونږخبریال وایی د پاکستان د هنګو ضلعې په کوزي اورکزئ ایجنسۍ(lower Orakzai agency of Hangu district) کښې په کلایه بازار کښې نن د شیعه مسلمانانو یوې امامباړې ته نږدې په یوې (۱) ځان وژونکي ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه د څلویښت (40۰) کسان وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی دی .
-
دامریکا ولسمشر دې له خبرو مخکې له حقیقتونو ځان خبروی
Nov 23, 2018 04:05دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی دډونالډټرمپ څرګندونو ته د عمران خان دغه ځواب ته په اشارې سره چې پاکستان دامریکا د ترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه جنګ کې ډیر اونه جبرانیدونکی تاوانونه زغملی دی ، زیاته کړې ، دعمران خان خبرې د امریکا ولسمشر ته د حقایقو دسمې پوهولې لپاره وې .
-
دپاکستان قضایی قوانین باید بدل شی
Nov 22, 2018 02:23تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان د پیپلز ګوند نامتو غړی لطیف کهوسه د هیواد د قضایی قوانینو دبدلیدا غوښتنه وکړه .
-
پاکستان د کابل پرونۍ ترهګره بم چاودنه وغندله
Nov 21, 2018 08:43زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د کابل پرونۍ ترهګره حمله وغندله .
-
امریکادې پر پاکستان بې اساسه تورونه نه لګوی
Nov 21, 2018 02:09دپآکستان خارجه وزارت هم پرون دپاکستان په ضد دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په سپکو څرګندونو په اعتراض کې په اسلام اباد کې د دغه هیواد سلایار خارجه وزارت ته احضار کړی دی .
-
اسلام آباد په افغانستان کښې د امریکې د ماتو ذمه وار نه دی
Nov 20, 2018 13:22د پاکستان خارجه وزیر له ترهګرۍ د اسلام آباد د ملاتړ په هکله د امریکې د ولسمشر د ادعا په ردولو سره وویل: پاکستان نه یوازې په افغانستان کښې د واشنګټن د ماتې مسئول نه دی بلکې د دغه هیواد په صلحه کښې د مثبت رول لپاره د هلوځلو وړومبنی ملګری پاتې شوی دی.
-
پاکستان له ایران سره د تجارتي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار لري
Nov 20, 2018 12:54د پاکستان د مالیې چارو وزیر د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا د وړتیاؤ په مهم بللو سره وویل چې هیواد یې له ایران سره په تیره بیا په سوداګري برخه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
-
د برصغیر لپاره د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې ونیوی شو
Nov 20, 2018 12:18په برصغیر کښې د القاعدې پخوانی مشر په کراچۍ کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې نیول شوی دی.