جرمني د درېیم ځل لپاره د هاکي لوبو د نړیوال جام اتل شو
(last modified Mon, 30 Jan 2023 10:58:23 GMT )
Jan 30, 2023 15:28 Asia/Kabul
  • جرمني د درېیم ځل لپاره د هاکي لوبو د نړیوال جام اتل شو

د هاکي فدراسیون له لورې په هندوستان کې د ۱۶ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالیو پای لوبه تېره شپه د جرمني او بلجیم هېوادونو ترمنځ ترسره شوه، چې د په زړه پورې لوبې وروسته جرمنې بلجیم ته په ماتې ورکولو سره د درېیم ځل لپاره د هاکي نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنیان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول.

یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، په کې ۴۴ لوبې ترسره شوې.

د یادونې ده چې د هاکي په نړیوال جام کې پر جرمني او بلجیم سربېره هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، نیدرلینډ، وېلز، ارجنټینا،نیوزیلنډ، هسپانیا، مالیزیا، فرانسې، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، جاپان او چیلي هېوادونو ګډون درلود.

ټیګونه