افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي خپل آذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي چې تېره شپه د جنورۍ ۳۰مه یې په لومړي ځل د ACA په سازمان کې ولوبېده، پخپلې لومړۍ لوبه کې خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي چې تېره شپه د جنورۍ ۳۰مه یې په لومړي ځل د ACA په سازمان کې ولوبېده، پخپلې لومړۍ لوبه کې خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.
دا سیالي چې د ACA په نړیوال سازمان کې ترسره شوه، بدخشي وکړای شول چې خپل سیال ناک اوټ کړي.
دا د یاد سازمان د ازادو مبارزو دوه دېرشمه دوره ده چې د افغانستان پر یو لوبغاړي سربېره په کې د روسیې، اذربایجان، قرغزستان اوازبکستان لوبغاړي برخه لري.
د دې سیالیو په جریان کې به ټولټال ۴۸ سیالۍ ترسره شي.
دا په ازادو سیالیو کې د ښاغلي بدخشي شپږمه بریا وه، چې خپل غښتلی سیال یې په ډېر قوت سره مات کړ.
بدخشي د ACA په سازمان کې په لومړي ځل ولوبېده، نوموړي تر دې مخکې په MMA سازمان کې لوبې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې سازمان کې د افغانستان په استازولۍ بازمحمد مبارز، احمدولي هوتک، عبدالعظیم بدخشي، او واحدالله نژندهم سیالۍ ترسره کړي دي