د کرکټ نړیوالې شورا د اماراتو لوبډله جریمه کړه
(last modified Tue, 21 Feb 2023 07:01:23 GMT )
Feb 21, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوالې شورا د اماراتو لوبډله جریمه کړه

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د افغانستان سره د لوبې پر مهال په ټاکلې وخت کې د اورونو د نه لوبېدو له امله د متحده عربي اماراتو لوبډله جریمه کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د اماراتو لوبډله جریمه کړه

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د افغانستان سره د لوبې پر مهال په ټاکلې وخت کې د اورونو د نه لوبېدو له امله د متحده عربي اماراتو لوبډله جریمه کړه.

دوی زیاته کړې، د متحده عربي اماراتو لوبډلې د افغانستان سره په درېیمه شل اوریزه لوبه کې په ټاکلې وخت کې شل اورونه نه وو ترسره کړې، چې دا چاره د اصولو څخه سرغړونه ده او له امله یې یاده لوبډله د لوبې شل فیصده فیس جریمه شوه.

په همدې حال کې د متحده عربي اماراتو توپ اچوونکی فرید زیور چې د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب د سوزیدو پر مهال یې ناسم چلند کړی وو، د کرکټ نړیوالې شورا لخوا جریمه او د لوبو د اخلاقو نمرې یې ترې کمې شوي دي.

 

ټیګونه