افغانستان په نړیوال جام کې سرلینکا هم ماته کړه
(last modified Tue, 31 Oct 2023 07:39:35 GMT )
Oct 31, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • افغانستان په نړیوال جام کې سرلینکا هم ماته کړه

د افغانستان او سرلینکا ترمنځ تېره ورځ سیالی ترسره شوه چې په کې افغانستان لوبډلې وکولای شول سرلینکا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي.

د کرکټ په نړیوال جام کې تېره ورځ افغانستان سرلینکا ته هم ماتې ورکړه او پاکستان نن له بنګلدیش سره نوشت سازه لوبه لري.

د افغانستان او سرلینکا ترمنځ تېره ورځ سیالی ترسره شوه چې په کې افغانستان لوبډلې وکولای شول سرلینکا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي.

په دغه سیالۍ کې افغانستان د پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې د سرلینکا ټوله لوبډله یې په ۲۴۱ منډو وسوزوله چې فضل الحق فاروقي څلور، مجیب الرحمن دوه، راشد خان او محمد نبي یو، یو لوبغاړی وسوزوه.

د افغانستان ملي لوبډلې په ځواب کې یاد هدف د درې لوبغاړو په سوزیدو سره په ۴۶م اور کې پوره کړ چې په توپ

Image Caption

 

وهنه کې عظمت الله عمرزي ۷۳ نا سوزیدلې، کپتان حشمت الله شاهدي ۵۸ نا سوزیدلې او رحمت شاه ۶۲ منډې ترسره کړې.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی فضل الحق فاروقي نومول شوی دی.

افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره د جدول په ۵ مقام کې ځای خپل کړی او تر ډیره کچه د لوبو په ګټلو نیمه پای لوبې ته د تګ احتمال یې زیات شوی، بلخوا پاکستان نن په یوې سرنوشت سازه لوبه کې له بنګلدیش سره مخامخ کیږي.

بنګلدیش یوه او پاکستان دوه  لوبې ګټلي او هره لوبډله یې که له ماتې سره مخ شي، له نړیوال جام به بهر شي.

 

ټیګونه