د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې لوبغاړي فرید ملک له لورې کډوالو سره د مرستې په موخه لیلام ته د میډال وړاندې کول
(last modified Thu, 02 Nov 2023 11:58:15 GMT )
Nov 02, 2023 16:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې لوبغاړي فرید ملک له لورې کډوالو سره د مرستې په موخه لیلام ته د میډال وړاندې کول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک د هانګزو په اسیایي لوبو کې ترلاسه کړی د سپینو زرو مډال د دې له پاره پلوري چې له پاکستانه ایستل شویو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک د هانګزو په اسیایي لوبو کې ترلاسه کړی د سپینو زرو مډال د دې له پاره پلوري چې له پاکستانه ایستل شویو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ هم افغان کډوالو ته خپله جایزه ډالۍ کړې وه.

وروسته له هغې چې افغانستان د دوه زره درویشتم کال نړیوال جام کې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او ابراهیم ځدراڼ د میدان د غوره لوبغاړی په توګه وټاکل شو، نوموړي اعلان وکړ چې د لوبې د بریا او د غوره لوبغاړي ډالۍ هغو کډوالو په نوم کوي چې په زور له پاکستانه راستانه کړی شوي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ستوري دغه کار ته په پاکستان کې ځينو رسنیو او ویاندویانو بل ډول غبرګون ښودلی و او د دغه هېواد یو شمېر سیاستوالو دا هم ویلي وو چې که پاکستان لوبه ګټلې وای نو د پاکستان لوبغاړو به هم خپلو هغو ځواکونو ته جایزه ډالۍ کړې وه چې افغانان له پاکستانه وباسي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د کرکټ د نړیوال جام په لړ کې له نیدرلینډ سره لوبه کوي. دا لوبه به د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجې پیل شي.

افغانستان د کرېکټ په نړیوال جام کې له خپلو شپږو لوبو څخه درې لوبې له پاکستان، انګلستان او سریلانکا څخه ګټلې او د هند، نیوزیلنډ او بنګله دېش پر وړاندې يې ماتې خوړلې ده.

 

ټیګونه