افغانستان نیدرلینډ ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه
د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د خپلو بریاوو لړۍ جاري ساتلې او د تېرې ورځې په لوبه کې نیدرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د خپلو بریاوو لړۍ جاري ساتلې او د تېرې ورځې په لوبه کې نیدرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې نیدرلینډ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۷۹ منډو وسوزیده چې د افغانستان لخوا محمد نبي ۳، نوراحمد او مجیب الرحمن دوه، دوه لوبغاړي وسوزول.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې د کپتان حشمت الله او رحمت شاه په زړه پورې توپ وهنې سهر وکولای شول چې ټاکل شوی هدف په ۳۲م اور کې پوره او نیدرلینډ لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړي.
افغانستان په دې لوبې سره وکولای شول چې په روان نړیوال جام کې خپله څلورمه سیالي هم وګټي او په فهرست کې یې ۵ مقام خپل کړ.
بلخوا نن د پاکستان او نیوزلینډ ترمنځ سرنوشت ټاکوونکې سیالۍ د نیوزلینډ په توپ وهنې ترسره شوې، دغه راز به نن ورځ د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ هم لوبه ترسره شي.