د پاکستان دوه کرکټرانو د دغه هېواد د پولیسو د رشوت کیسه رسوا کړه
پاکستاني کرکټرانو عامر یامین او صهیب مقصود په ټولنیزو رسنیو کې د سندهـ پولیسو د رشوت کیسه رسوا کړې او ویلي چې سره له دې چې دوی ورته د نړیوال لوبغاړي په توګه ځآن ور پېژندلی،خو بیا یې هم ترې په هرو پنځوس کیلو مترۍ کې د رشوت غوښتنه کړې.
صهیب مقصود د نومبر په ۲۷مه شپه ناوخته په خپل پخواني ټویټر 'ایکس' لیکلي: موږ ډېر خوشاله یو چې په سندهـ کې ژوند نکړو، په ژوند کې د لومړي ځل لپاره له کراچۍ څخه ملتان ته د سړک له لارې سفر کوم، پولیس دومره فاسد دي چې هر ۵۰ کیلومتره وروسته در څخه د رشوت غوښتنه کوي.
کرکټر لیکلي: "که تاسو پیسې ورنکړي، تاسو ته ګواښ کیږي چې پرته له کوم دلیل به د پولیسو مرکز ته یوړل شئ."
صهیب مقصود په خپل یو بل ټویټ کې لیکلي: که یو ځای کې پیسې ورکړې، خو بیا به هم له ۵۰ کیلومترو وروسته بیا ودرول شي.
وايي، موږ پولیسو ته وویل چې موږ د کرکټ نړیوال لوبغاړي یو، خو له دې سره، سره یې را څخه اته زره کلدارې واخیستې او پرېښودلو چې لاړ شو.
له بلې خوا، د پاکستان بل لوبغاړي عامر یامین هم په ایکس کې ورته پیښه لیکلې او وایي، د سفر پرمهال د سند پولیسو لخوا سخته ځورول شوی و.