کور کمن د سرطان لوی دښمن
(last modified Sun, 12 Jan 2020 06:20:57 GMT )
Jan 12, 2020 10:50 Asia/Kabul
  • کور کمن د سرطان لوی دښمن

کورکمن که یوازې یا نورو غذايي موادو سره یو ځاې وخوړل شي د سرطان تر ټولو ښه درمل دي، د یادونې وړ ده چې کورکمن کې موجود کرومین کمپاونډ هغه زیړ ځلیدونکی رنګ ده چې کورکمن ته ورکړي.

کورکمن ډیر ګټور ده چې ډیر په پخلي کې استعمالیږي او اکثره کورونو کې شته، خو اوس ساینسپوهانو دغه مساله د سرطان پر وړاندې تر ټولو قوي درمل ګڼي، د میل انلاین د راپور سره سم امریکايي څيړونکي تازه تحلیل کې وايي، کورکمن کې یو ډول کمپاونډ چې کرکومین( Curcumin) نومیږي د سرطان حجرات نه یوازې غټیدو ته نه پریږدي بلکې له منځه هم وړي.
د کورکمن استعمال سره د سینې ، سږي ، وینې ، هډوکي ، معدې ، مقعد ، پانقراص او پروستات سرطان او د دوی په درملنه کې خورا ګټور کیدی شي
د ټیمپل يونیورسټي آف فلاډیلفیا ساینسپوهانو په یو تازه تحلیل کې چې ۵ زره څېړني يې تر مطالعې لاندې نیولي وې، دغه څېړني په تېرو څو لسیزو کې تر سره شوې وې، دغه څيړنې په قوي لابراتوارونو کې تجربه کړي، له دغو تجرو ثابته شوه چې په کورکمن کې موجود کمپاونډ(کرکومین) د سرطان حجرات پرمختګ ته نه پریږدي، هغه سرطاني حجرات چې مضره پروټین بهر راوباسي د هغو مخه نیسي او دغو ناروغو حجراتو ته د خوراک مخه هم ډپ کوي، له دې معلومیږي چې یو حجره(cell) باندې خوراک او د هغه زیاتیدو مخه ونیول شي نو حجره خپله له منځه ځي.
کورکمن که یوازې یا نورو غذايي موادو سره یو ځاې وخوړل شي د سرطان تر ټولو ښه درمل دي، د یادونې وړ ده چې کورکمن کې موجود کرومین کمپاونډ هغه زیړ ځلیدونکی رنګ ده چې کورکمن ته ورکړي.