د سيد حسن نصرالله د بدني حالت په اړه د شېخ نعيم قاسم وضاحت
د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال په کورونا وائرسو د اخته کېدو په اړه له ادعاګانو وروسته د سيد حسن نصرالله د بدني حالت په بيانولو سره وويل: د حزب الله د مشر د سلامتيا حالت ښۀ دے.
د النشره خبري سائيټ د رپوټ له مخې شېخ نعيم قاسم اعتراف وکړ چې د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله په دې وروستيو ورځو کښې له يوې بدني مشکل سره مخامخ شو چې دوه درې ورځې ارام کولو ته يې ضرورت لرۀ،او له دې نه زياته څه مسئله نشته.
نعيم قاسم واضحه کړه، په دې وجه چې د هغه مينه وال د مۍ په پينځويشتمه د هغه د وېنا کولو په طمه وو نو په هغه موقع د هغه نه حاضرېدو ګڼ شمېر او بې ځايه پوښتنې رامنځته کړې نو ځکه هغه په وېنا کولو اصرار وکړ چې د خپلو مينه والو او هغه کسانو چې د هغه وېنا ته سترګې په لاره وو ترڅنګه وي.
له دې مخکښې د صهيونېسټ رژيم امنيتي چارواکو ادعا کړې وه چې سيد حسن نصرالله په کورونا اخته شوے دے ځکه چې په خپله وروستۍ ويډيوئي وېنا کښې ټوخېدۀ.