د داعش د پنځولو یوه موخه د فلسطین دموضوع هیرول وو
. سید حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې دمقاومت فعال چینلونو هم په دغو بریالیتوبونو کې ګډون درلودلی او ددښمن دحیرانتیا لامل شوي دي ، ووئیل ، ددښمن رسندویو هم نن سبا د مقاومت د تحریف لپاره سخت جنګ پیل ړی او له سره له دې چې درست په فلسطین کې د مقاومت په بریالیتوب اعتراف کوي ، خو دفارس خلیج د څنډې په هیوادونو کې ځیني رسندوئې ددغه بریالیتوب هماغه راز انکار کوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی، دلبنان دن حزب ا.. ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... پرون ناوخته ،د ؛ فلسطین بریالی کیږي : په عنوان سره د کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل ، داسرائیلو هر یو تیری دامریکا تیری حسابیږي ، او د امریکا سلطه یو هغه تر ټولو خطرناک عامل دی چې دسیمې په تیره دعراق او سورئې ولسونه ګواښي ، په داسې حال کې چې دا دملتونو حق دی چې دا مریکا له لاسوهنو لیرې خپل برخلیک پخپله وټاکي .
سید حسن نصر ا... زیاته کړې ده ، رسندوئې له دښمن سره د مقاومت د مخامخیدنې یوه ترټولو مهمه لاره ده او دمقاومت دچورلیز کلکه دریدا ، د رسندوئي اطلاعاتو د نوي والي لپاره یو عامل دی چې په دې باب په سیف القدس نومې جنګ کې د فلسطین د مقاومت وروستي او اوڅاره بریالیتوب ته اشاره کیدلی شي .
د لبنان د حزب ا .. ولسی غورځنګ عمومی منشي روښانه کړې ده ، مقاومتي چورلیز پخپلو موخو کې هیڅ مبالغه نه کوي ، مثلا هغه مهال چې اعلان ئې وکړ، اجازت به ورنکړي ،بندیان ئې د دښمن په بندونو کې پاتې شي ،نو له صهیونیسټي رژيم سره ئې ستره مقابله پر مخ بوتله څو خپل بندیان خوشي کړي ، په فلسطین کې مقاومتي چورلیز هم له قدسه ددفاه ژمنه وکړه اودغې وعدې باندې پابند پاتې شول . . سید حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې دمقاومت فعال چینلونو هم په دغو بریالیتوبونو کې ګډون درلودلی او ددښمن دحیرانتیا لامل شوي دي ، ووئیل ، ددښمن رسندویو هم نن سبا د مقاومت د تحریف لپاره سخت جنګ پیل ړی او له سره له دې چې درست په فلسطین کې د مقاومت په بریالیتوب اعتراف کوي ، خو دفارس خلیج د څنډې په هیوادونو کې ځیني رسندوئې ددغه بریالیتوب هماغه راز انکار کوي .