له وحشي صهیونیسټ رژيم سره سازباز هیڅ ا مکان نه لري
هغه کسان چې له نیواکګرو سره سازباز مطرح کوي ، او باوري دي چې دغه شان ممکنه ده ،نو دوي د صهیونیسټي پروژې ماهیّت تردې دمه نه دی درک کړی
دعربو ۲۱خبری سایټ راپور ورکړی،د فلسطین د اسلامي جهادغورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله نن په یولړڅرګندونو کې ورښانه کړې ده،دغزې تړانګې په ضد د صهیونیسټي رژيم په وروستی جنګ کې دمقاومت بریا، یوه ډیره ارزښتمنه او ملی بریا ده .
النخاله په لویدیځي غاړې کې له صهیونیسټي رژيم سره د نښتې دبیرته پيلیدا پرضرورت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ،دا د مقاومتي ډلو دماموریتونو یوه برخه ده .
دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي له دغه تیریګر رژيم سره د سازباز دامکان په باب هم وئیلي دي ،له دغه وحشي او تیریګر رژيم سره د خبرواتروهیڅ امکان نشته او اسلامی جهاد غورځنګ په ۱۹۹۳کال کې د اوسلو تړون له لاسلیک کیدا وروسته اټکل کړی ؤ چې دا بهیر به ماته خوري او فلسطنیان به په تنګڅې کې راځي .چې هماغه شان وشول .هغه کسان چې له نیواکګرو سره سازباز مطرح کوي ، او باوري دي چې دغه شان ممکنه ده ،نو دوي د صهیونیسټي پروژې ماهیّت تردې دمه نه دی درک کړی