له وحشي صهیونیسټانوسره مقابله د مقاومت دلومړیتوب په سرکې ده
(last modified Thu, 19 Aug 2021 08:21:10 GMT )
Aug 19, 2021 12:51 Asia/Kabul
  • له وحشي صهیونیسټانوسره مقابله د مقاومت دلومړیتوب په سرکې ده

 داپه داسې حال کې دي چې   په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته  اوس امریکا په عراق او سورئې کې د نیواکګرۍ دوام ته سپيرې سترګې نیولي دي ،پر دې اساس عراقیان باید  د افغانستان تجروبې  ته په کتو سره  د  امریکا  د پوځي سلاکارانو او روزونکو موضوع   په نظر کې ولري .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ،د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا....  د حسیني عاشورا په مناسبت پخپلې وینا کې  ټينګار وکړ،  له غاصی  اوتیریګر صهیونیسټ رژيم سره  مقابله د مقاومت د لومړیتوب په سر کې ده .

سید حسن نصر ا...  دحضرت امام حسین علیه السلام  او دهغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت او مظلومیّت  دکلیزې په مناسبت پیغامبر اکرم ، امیر المومنین ، حضرت فاطمة الزهرا  امام حسن او نورو  امامیّن  علیهم السلام ته په تسلیّت وئيلو سره د مظلوم امام دلارې په دوام ټينګار وکړ .

سید حسن نصر ا.. په پيل کې د فلسطین  موضوع ته اشاره کړې او ووئيل،  د امام حسین علیه السلام د  عاشورا پیغام  دا دی چې د نړۍ درست شرافتمند خلک دې  د فلسطین دمظلوم ملت تر څنګ  د دوي د مظلومیّت په خاطر ودریږي .  حسن نصر ا... درست  خلک ، د فلسطین دملت د حق  او له نهره تا بحره پورې  د درستو ټاټوبو د بیرته اخستو او د کډوالو دکیمپونو، دغزې تړانګې د  کلابندۍ د ختمولو  او په لویدیځي غاړې کې د فلسطین دملت ترڅنګ  دریدا ته وبلل او وې وئيل ، مونږ  هغې ورځې ته سترګې غړوو ،چې  نیواکګر صهیونیسټان  دفلسطین ټاټوبی پریږدي  او  غواړو ،چې  د مقدساتو ساتل یوازې د فلسطینیانو نه ، بلکې د درستو مقاومتي چورلیز  ماموریت  شي . د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکاپه نړۍ کې  د سرکشیو ، ظلمونو،  او مریّتوبونو  په سر کې ده ټينګار وکړ ،دسیمې حاکمیّت او همداراز دددغو ټاټوبو  اوبه ،تیل او خاوره  باید  د امریکا د چورتالان او نغراک  او باؤؤ څخه لیرې  او دیوازې د دغو ټاټوبو د خلکو په لاس کې وي . د شهیدانو  د  وینو په برکت به ان شاا....  له سیمې د امریکا سپیرې او خبیثې پنجې ولوړول شي .

 داپه داسې حال کې دي چې   په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته  اوس امریکا په عراق او سورئې کې د نیواکګرۍ دوام ته سپيرې سترګې نیولي دي ،پر دې اساس عراقیان باید  د افغانستان تجروبې  ته په کتو سره  د  امریکا  د پوځي سلاکارانو او روزونکو موضوع   په نظر کې ولري .

 

ټیګونه