له امریکا او اسرائیلو سره په دښمنۍ ویاړ کوو
(last modified Mon, 23 Aug 2021 00:07:15 GMT )
Aug 23, 2021 04:37 Asia/Kabul
  • له امریکا او اسرائیلو سره په دښمنۍ ویاړ کوو

زمونږ خبریال وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ حزب الله د امریکا ، د امریکا د سلطې او د صهیونیسټ رژيم او د صهیونیسټي پروژو دښمن دی او په دغه دښمنۍ افتخار کوي .

حسن نصر الله پرون د مقاومت د یوه (۱) قومندان شهید «عباس الیتامي ابو میثم » د تلین په مراسمو کښې وویل په بیروت کښې د امریکا د سفارت ټول اقدامات له ماتي سره مخامخ شوي دي او په لبنان کښې د  واشنګټن سفارت د لبنان د خلکو په اقتصاد او ژوند باندې د ګوزار کولو مسول دی او امریکا د لبنان په ټولو چارو کښې لاسوهنه کوي .

په لبنان کښې د امریکا او د سعودي عربستان سفارتونو له تیرو څو کلونو راهسې په دغه هیواد کښې د کورني جنګ د رامینځته کیدا هڅې کړي دي .

د حزب الله مشر حسن نصر الله دې ته په اشارې سره چې د لبنان ملي پالې ډلې واقعا د هیواد د واکمنۍ غوښتونکي دي وویل امریکا او لویدیځو هیوادونو د مقاومت د څيرې د داغي کولو لپاره په لسګونو میلیارډونو ډالره ولګول خو ماتي یې وخوړله او د سوریې پرضد یې  نړیوال جنګ پیل کړ   او دوې لبنان ته ترهګر راولیږل خو بیا یې هم ماتي وخوړله .

هغه وویل له ایران څخه د تیلو دوهمه (۲) کشتۍ په راتلونکو څو ورځو کښې لبنان ته روانیږي او نورې کشتۍ به هم راشي وویل موضوع د تیلو یوه (۱) یا دوې (۲) کشتۍ نه دي بلکې دا یو(۱) بهیر دی او تر هغه وخته چې لبنان تیلو ته ضرورت ولري دغه بهیر به دوام ولري او زمونږ هدف د لبنان له خلکو سره مرسته کول او د هغوې د مشکلاتو  کمول دي .

 

ټیګونه