د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن ایران ته راځي
Sep 09, 2021 00:32 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن د یوه (۱) ډیپلوماټیک پلاوي په مشر تهران ته راځي .
ټاکل شوي ده چې د قطر د باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني تهران ته په سفر کښې نن سهار د ایران داسلامي جمهوریت په خارجه وزارت کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنې او مشورې وکړي .
د قطر خارجه وزیر احتمال شته چې په دغه سفر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له نورو چارواکو سره هم کتنې او خبرې وکړي .
اټکل کیږي چې په دغه سفر کښې د ایران او د قطر د چارواکو د سلامشورو یو (۱) اصلي چورلیز د افغانستان وروستي بدلونونه دي .
ټیګونه