د ایران اسلامی انقلاب یوه معجزه وه
سید حسن نصر ا...په دې خبرې په ټينګار سره چې وحشي صهیونیسټي رژيم موقتي او مخ په ځوړتیا دی،د اسرائيلو لپاره ئې د موقتي رژيم ؛ له کلمې څخه داستفادې په باب په سوشل میډیا کې د له وړاندې شوي پیشنهاده ملاتړ وکړ .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... بیګاد حزب ا... غورځنګ د وخت دعمومی منشي سیدعباس موسوي دشهادت دکلیزې په مناسبت په یولړ څرګندنو کې ددې خبرې په کولو سره چې حضرت امام خمینی د سیمې تر ټولو سرکشه امپراتوري یعني پهلوي رژيم نسکور کړ او امریکا او صهیونیسټي رژيم ئې له ایرانه وشړل ، ووئيل ، دایران اسلامی انقلاب د یوې معجزې په څير دی .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي له امام خمینی سره د سید عباس موسوي شهید ډیرې مینې ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ، د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په بهیر کې درسته نړۍ د حضرت امام خمنیی له غورځنګ سره غږمله وه .
سید حسن نصر ا... په دغو څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې وحشي صهیونیسټي رژيم موقتي او مخ په ځوړتیا دی ، د اسرائيلو لپاره ئې د موقتي رژيم ؛ له کلمې څخه داستفادې په باب په سوشل میډیا کې د له وړاندې شوي پیشنهاده ملاتړ وکړ .
حسن نصر ا...ددې خبرې په کولو سره چې د اسرائيلو د نابودۍ په موضوع کې یوازې د وخت بحث مطرح دی ،زیاته کړه،د صهیونیسټ رژيم داخلی حالات او درست نړیوال بدلونونه، ټول د اسرائيلو دنابودۍ ځیری ورکوي او مونږ دهغه بهیر ،معادلې ،چورلیز او شرائطو یوه برخه یو چې حتما به راورسیږي.مقاومت نن سبا له بل هر وخته لاپیاوړی دی او دمقاومت حقیقي هدف ،عدالت او سوله ، له خلکو ملاتړ ، د آزادۍ، وطن ، امت او مقدساتو دفاع ده .