مقاومت د مونږسټراټژيکه ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113734-مقاومت_د_مونږسټراټژيکه_ټاکنه_ده
د فلسطینیو رهبرانو ترور ، ددښمن له خوا یوه ناکامه هڅه ده  چې هیڅکله  به هم د فلسطین دملت  هوډ او اراده کمزوري نه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2022 01:50 Asia/Kabul
  •  مقاومت د مونږسټراټژيکه ټاکنه ده

د فلسطینیو رهبرانو ترور ، ددښمن له خوا یوه ناکامه هڅه ده  چې هیڅکله  به هم د فلسطین دملت  هوډ او اراده کمزوري نه کړي .

 د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس په بیګانۍ اعلامیې کې راغلي دي،د شهیدانو لارې ته دوام ورکوي او د خپلو زبیښل شوو حقوقو د تربیرته اخستو اوله خپلو ټاټوبو د نیواکګرو ترشړلو   پورې  به  دسټراټژيکې ټاکنې په توګه خپل  مقاومت ته  دوام ورکړي .

د فلسطین د  شهیدانو د کورنیو ملی ټولنې  هم وئيلي دي، په ۲۰۲۱کال کې  صهیونیسټي رژيم  د یوشمیر ښځو اوماشومانو پشمول درې سوه اوه پنځوس فلسطینیان شهیدان کړي دي .

 دحماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې   چې د شهیدانو داونۍ په مناسبت خپره شوي وئيل شوي دي ،  دشهیدانو بیرغ چې   له خپل ټاټوبي  سره په عشق او د الاقصی جومات او دقدس  او اصولو څخه ددفاع  په عشق سره رنګینه شوې  ده  هیڅکله به ئې پر مځکه  غورځیدا ته پرې نږدي  او  په ورپسې نسلونه به ئې هم اوچته وساتي تردې چې  نیواکګر او جنایتکار رژيم نابود او وشړل شي .  په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی ،د فلسطینیو رهبرانو ترور ، ددښمن له خوا یوه ناکامه هڅه ده  چې هیڅکله  به هم د فلسطین دملت  هوډ او اراده کمزوري نه کړي .