له سيد حسن نصرالله سره د فلسطين د اسلامي جهاد د مشر کتنه
(last modified Wed, 30 Mar 2022 09:08:32 GMT )
Mar 30, 2022 13:38 Asia/Kabul
  • له سيد حسن نصرالله سره د فلسطين د اسلامي جهاد د مشر کتنه

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر او ورسره پلاوي نن د لبنان د حزب الله له مشر سره کتنه اوخبرې اترې وکړې.

د المنار د رپوټ له مخې زياد نخاله او او سيد حسن نصر الله په دغه کتنه کښې د فلسطين د وروستيوحالاتو او د ۱۹۴۸ کال د نيواکي زمکې په دننه کښې له جهادي عملياتو سره اړوندو بدلونونو په اړه چې په وروستيو څو ورځو کښې ترسره شول څېړنه وکړه.

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر او د لبنان د حزب الله مشر په دغه کتنه کښط همدارنګ د سيمه ايزو د نړيوالو بدلونونو په سيوري کښې د سيمې کلي حالاتو او د فلسطين په مسئلې د هغو د اثراتو او انعکاسونو جاجونه وکړه.

د ويلو ده چې د تل ابيب په ختيځ کښې په بني براک سيمه کښې پرون د فلسطيني ننګيالي ضيار حمارشه مقاومتي عمليات ترسره شول چې پکښې لږ تر لږه پينځه صهيونېسټان هلاک او شپږ نورو ژوبل شول او هغه نينګيالے ځوان هم په شهادت اورسېد.

د تېر ايتوارپه ورځ هم رسنيو د حيفا جنوب په الخضيره ښار کښې د دوو فلسطيني ځوانانو د استشهادي عملياتو خبر ورکړ چې په نتيجه کښې يې لږ تر لږه دوه صهيونېسټان هلاک او څلور نور هم ژوبل شول او دغه دواړه ځوانان هم په شهادت اورسېدل.

 

ټیګونه