سوریې کښې ترهګرو کیمیاوي وسلې ترلاسه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115478-سوریې_کښې_ترهګرو_کیمیاوي_وسلې_ترلاسه_کړي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي «بسام صباغ »ادلب ولایت ته د زهرجنو موادو په انتقالولو کښې د تحریر الشام ترهګرې ډلې د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 11:22 Asia/Kabul
  • سوریې کښې ترهګرو کیمیاوي وسلې ترلاسه کړي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي «بسام صباغ »ادلب ولایت ته د زهرجنو موادو په انتقالولو کښې د تحریر الشام ترهګرې ډلې د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ .

تحریرالشام (جبهه النصره ) ترهګره ډله چې د سوریې په بیلابیلو سیمو کښې د اسلامي مقاومت له ځواکونو او د سوریې له پوځ څخه یې پرله پسې ماتي وخوړلې د ترکیې په ملاتړ سره د ادلب په شمول د سوریې د تاوتریخوالي د کمولو په سیمو کښې شتون لري او خپلو ترهګرو حملو ته دوام ورکوي .

په ملګروملتونو کښې د سوریې دايمي استازي بسام السباغ وویل ترهګرو ډلو په ادلب سیمه  کښې کیمیاوي وسلې ترلاسه کړي دي او نیت لري د ترکیې د حکومت په ملګرتیا سره دغه کیمیاوي وسلې استعمال کړي او تور بیا د سوریې په حکومت ولګوي .

هغه وویل کیمیاوي وسلو یا زهرجنو کیمیاوي موادو ته د ترهګرو ډلو لاسرسی او له هغو استفاد کول ډیره خطرناکه موضوع ده .

امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، ترکیه ، سعودي عربستان ، اردن ، اسرائیل ، بحرین ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په سوریې او دغه راز په عراق ، افغانستان ، لبنان ، افریقا او نورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش ، القاعده او نورو په لسګونو ترهګرو ډلو سره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي .