نصرالله:
له اسرائیلو سره جوړجاړي کونکي واکمنان دې د ابوعاقله له شهادته وشرمیږي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د نیواکګرو صهیونیسټي ځواکونو په لاس د فلسطیني خبریالې شیرین عاقله د شهادت په تسلیت سره وویل: جوړجاړي کونکي باید د شیرین ابوعاقله له شهادت څخه وشرمیږي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د نیواکګرو صهیونیسټي ځواکونو په لاس د فلسطیني خبریالې شیرین عاقله د شهادت په تسلیت سره وویل: جوړجاړي کونکي باید د شیرین ابوعاقله له شهادت څخه وشرمیږي.
د ایرنا د خبر له مخې د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله پرون (په انتخاباتي کانفرنس) کښې څرګنده کړه: د شیرین ابوعاقله شهادت د دښمن د جنایتونو او د فلسطین د خلکو د مظلومیت او د وژلو او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ یو شاهد و.
هغه په دې خبرې سره چې د ابوعاقله د شهادت ترټولو ستر پيغام د هغې عیسايي والی دی، ټینګار وکړ: د اسرائیلو بوږنونکی حقیقت او دښمني، د فلسطین له قتلِ عام نه واخلې تر لبنان او مصر پورې نه دی بدل شوی.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې له اسرائیلو سره جوړجاړي کونکي واکمنان دې د ابوعاقله له شهادته شرم وکړي، څرګنده کړه: ټول د توکمپال او غیرانساني رژيم د سیاستونو له خطر سره مخامخ دي.