مقاومت د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې مخه نیونکی قدرت دی
د فلسطین دمقاومت توانمنۍ تر هغه حده دي ، چې وئيل کیدلی شي ،د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د متحدان او ملګرو لپاره غافلونکي دي .
د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس له فلسطینه به بهر کې د سیاسی برخې مشر ووئيل ، مقاومت د صهیونیسټي نیواکګر رژيم په وړاندې ددفاع او مخه نیونې توانمنۍ لري .
شهاب خبری آژانس راپور ورکړ ، د فلسطین په بهر کې د حماس غورځنګ د سیاسی برخې مشر سامي ابوزهري په غزې کې په یوه سیاسی سیمنار کې پخپل خطاب کې ووئيل ، دقدس دنیواکګرانو په وړاندې د مخه نیونې او د مقدساتو او ولس د ملاتړ لپاره د مقاومت توانمنۍ او امکانات ، له هغه څه ډير زیات دي ، چې نیواکګران ئې خیال کوي .
ابوزهري روښانه کړې ده ، د فلسطین دمقاومت توانمنۍ تر هغه حده دي ، چې وئيل کیدلی شي ،د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د متحدان او ملګرو لپاره غافلونکي دي .
د حماس غورخنګ دسیاسی برخې مشر د قدس دتورې نومې عملیات ، په سیمې کې د بدلون پيچومي بللي او ددې خبرې په کولو سره ئې چې ، حماس ددغو عملیاتو نتیجه ته توجه کوي ،ووئيل ، د قدس دنیواکګر رژيم دجنایتونو د دوام په دلیل به له دغه دښمن سره یو بل جنګ هم په وړاندې ولرو او مقاومت هم ددغه شان جنګ او ډ غرې لپاره بشپړ تیار دی . هغه ټینګار وکړ، هغه کسان چې د قدس له نیواکګر دښمن سره اړیکې عادي کوي ،د فلسطین د ولس او درست امت د په نښه کولو لپاره په هڅې کې دښمن ته شنه اشاره بریښوي .