مقاومت د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې مخه نیونکی قدرت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117350-مقاومت_د_صهیونیسټي_نیواکګرو_په_وړاندې_مخه_نیونکی_قدرت_دی
  د فلسطین دمقاومت توانمنۍ تر هغه حده دي ، چې وئيل کیدلی شي ،د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د متحدان او ملګرو لپاره غافلونکي  دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 02:08 Asia/Kabul
  • مقاومت د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې مخه نیونکی قدرت دی

  د فلسطین دمقاومت توانمنۍ تر هغه حده دي ، چې وئيل کیدلی شي ،د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د متحدان او ملګرو لپاره غافلونکي  دي .

 

د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  له فلسطینه به بهر کې د سیاسی برخې مشر ووئيل ، مقاومت د صهیونیسټي نیواکګر رژيم په وړاندې ددفاع او مخه نیونې توانمنۍ لري .

شهاب خبری آژانس راپور ورکړ ، د فلسطین  په بهر کې د حماس غورځنګ د سیاسی برخې مشر سامي ابوزهري  په غزې کې په یوه سیاسی سیمنار کې پخپل خطاب کې  ووئيل ، دقدس دنیواکګرانو په وړاندې د مخه نیونې  او د مقدساتو او ولس د ملاتړ لپاره د  مقاومت  توانمنۍ او امکانات ، له هغه څه ډير زیات دي ، چې نیواکګران ئې خیال کوي .

 ابوزهري روښانه کړې ده ،  د فلسطین دمقاومت توانمنۍ تر هغه حده دي ، چې وئيل کیدلی شي ،د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د متحدان او ملګرو لپاره غافلونکي  دي .

 د حماس غورخنګ دسیاسی برخې مشر  د قدس دتورې نومې  عملیات ، په سیمې کې د بدلون پيچومي بللي  او ددې خبرې په کولو سره ئې چې ، حماس  ددغو عملیاتو نتیجه ته توجه کوي ،ووئيل ، د قدس دنیواکګر رژيم دجنایتونو  د دوام په دلیل به  له دغه دښمن سره  یو بل جنګ هم په وړاندې ولرو او مقاومت هم  ددغه شان جنګ  او ډ غرې لپاره بشپړ تیار دی .  هغه ټینګار وکړ، هغه کسان چې  د قدس له نیواکګر دښمن سره  اړیکې عادي کوي ،د فلسطین د ولس  او درست امت د په نښه کولو لپاره په هڅې کې دښمن ته شنه اشاره بریښوي .