بحرین کښې د پراخ بنسټه ملي خبرو ترسره کیدل اړین دي
زمونږ خبریال وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د ایران استازي په بحرین کښې د پراخ بنسټه ملي خبرو اترو پرضرورت ټینګار وکړ.
د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په یوې غونډې کښې په بحرین کښې د بشري حقوقو د حالاتو په هکله غور وکړ.
په بحرین کښې د بشري حقوقو په حالاتو د غور لپاره د سویزرلینډ هیواد په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د ایران استازي علي بحریني د بحرین له زندانونو څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو لپاره په سپارښتونو باندې د عمل کولو غوښتنه وکړه.
په دغه غونډې کښې د ایران استازي دغه راز په بحرین کښې د پراخ بنسټه ملي خبرو اترو د ترسره کولو غوښتنه وکړه او د مذهبي مرکزونو د مرمتولو لپاره چې حکومت ورته تاوانونه رسولي دي د ضروري اقداماتو د ترسره کولو پرضرورت ټینګار وکړ.
امریکا له انګلستان سره یوځاې په زوره د بحرین په خلکو باندې ال خلیفه دیکتاتور رژیم ورتپلی دی او ولس د دیکتاتور رژیم د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه خپلواکه منتخب حکومت د جوړیدا غوښتنه کوي.
د بحرین ال خلیفه رژیم د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو د اردن او د اسرائیلو رژیم د عسکرو په مرستې سره د بحرین خلک او د هغوې اعتراضونه په سخته ځپي.