په عربستان کې د اعتراض کونکو ځپل مخ په زیاتیدا دي
(last modified Fri, 11 Nov 2022 01:00:50 GMT )
Nov 11, 2022 05:30 Asia/Kabul
  • په عربستان کې د اعتراض کونکو ځپل مخ په زیاتیدا دي

آل سعود رژيم  په نړۍ کې د بشری حقوقو یو ترټولو اصلي خلاف ورزي کونکی رژيم دی.دغه رژیم تل په عربستان کې د قبیله وي دیکتاتورۍ  مخالفان اوسیاسی بندیان،د ترهه ګرۍ پشمول په چټي  او دروغجنو تورونو سره د  پانسۍ ګهاټ ته سپاري.

عربی ۲۱  انټرنیټي سایټ راپور ورکړی،آل سعود ريم  په عربستان کې د مخالفانو ځپل په اوڅاره توګه سخت کړي دي او داسې کومه ورځ نشته په دغه هیواد کې د بشری حقوقوښکاره خلاف ورزۍ ونشي.

آل سعود رژيم  په نړۍ کې د بشری حقوقو یو ترټولو اصلي خلاف ورزي کونکی رژيم دی.دغه رژیم تل په عربستان کې د قبیله وي دیکتاتورۍ  مخالفان اوسیاسی بندیان،د ترهه ګرۍ پشمول په چټي  او دروغجنو تورونو سره د  پانسۍ ګهاټ ته سپاري.

ایران پریس خبری آژانس د عربی ۲۱ له قوله راپور ورکړی،  په دغه راپور کې  د هر ډول مخالفت د ځپلو لپاره  د عربستان د  ولی عهد محمد بن سلمان  له لیونتوب ډکې  ګروهنې ته په اشارې سره   وئیل شوي دي سعودي رژيم د امریکا د حکومت دملاتړونو او دنړیوالې بشپړچُپتیا په سیوري کې  د مخالفانو په ضد خپل اقدامات په اوڅاره توګه سخت کړي دي.

ددغه راپور په اساس  د سعودي عربستان محکمو په وروستیو څو میاشتو کې  په لسګونو سیاسی  فعالان  نیولی او زنداني  کړي ئې دي  او دغه راز ئې د څو سیاسی فعالانو  لپاره دپانسۍ فرمانونه هم صادر کړي دي چې یو شمیر په کم عمره هلکان هم ترسترګو کیږي. همداراز د نیول شوو کسانو کورنۍ هم  له ترټولو لومړنیو مدني حقوقو او له اجتماعي  امکاناتو محرومه دي .عربستان  هغو نوزیږو ته  چې  د  پلار له نیول کیدا وروسته دنیا ته راغلی وي ،پيژندپاڼه هم نه ورکوي. هغه میرمن چې وغواړي ،د خپل نوزیږي لپاره پيژند پاڼه  واخلی او یا ئې په ښونځي کې نامه ثبت کړي،مجبوره ده چې له خپل خاونده طلاق واخلي.

Image Caption