لویدیځ هیوادونه باید د سوریې پرضد بندیزونه ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127694-لویدیځ_هیوادونه_باید_د_سوریې_پرضد_بندیزونه_ختم_کړي
الجزیره ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې د روغتیا وزارت د مرګوني زلزلې له کبله په رامینځته شوي کړکیچ کښې د دغه هیواد د خلکو پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د سمدستي ختمیدا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-02-10T00:40:07+00:00 )
Feb 10, 2023 05:04 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه باید د سوریې پرضد بندیزونه ختم کړي

الجزیره ټیلي ويژن راپور راکړی د سوریې د روغتیا وزارت د مرګوني زلزلې له کبله په رامینځته شوي کړکیچ کښې د دغه هیواد د خلکو پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د سمدستي ختمیدا غوښتنه وکړه.

په سوریې کښې د زلزلې د مړو شویو کسانو شمیر تراوسه څه د پاسه درې زره تنو او د ژوبلو شمیر هم شپږ زره یوسلو ته رسیدلی.

د سوریې د روغتیا وزیر حسن محمد الغباش پرون وویل مونږ د سوریې د خلکو او د حکومت پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو او د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه کوو.

هغه دې ته په اشارې سره چې تر نن ورځې پورې په سوریې کښې د تیرې دوشنبې ورځې زلزلې څه د پاسه درې زره کسان وژلي دي وویل سوریه له مرګونو ورانیو سره لاس او ګریوان ده.

له دې مخکې د سوریې ولسمشر بشار اسد په یوې وینا کښې ویلي وو په داسې حالاتو کښې چې سوریه هماغه راز د زلزلې له کبله له مشکلاتو او له بایکاټونو سره مخامخ ده امریکا ډیر هیوادونه تر دباو لاندې وروستلي دي چې له سوریې سره دې مرستې ونکړي.

امریکا له بریتانیا، فرانسې ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، صهیونیسټ رژیم او نورو عربو او اروپايي  هیوادونو سره یوځاې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ګڼل کیږي.