د زلزلې ناورین په اوج کې پر سوریې د اسرائیلو برید
صهیونیستي رژیم د یکشنبې په سهار یو ځل بیا د سوریې پر پلازمېنې دمشق برید وکړ.
د خپاره شویو خبرونو له مخې، په دغه برید کې شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان دي. د سوریې هوایي دفاعي سیستم هم توانیدلی چې د اسرائیلو څو توغندي شنډ کړي.
که څه هم ځینو عبري رسنیو ادعا کړې چې دا برید په سوریې کې پر ایراني تاسیساتو ترسره شوی، خو د سوریې سرچینو ویلي چې د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایراني ودانیو برید نه دی شوی او د استوګنې سیمې او ملکي وګړي په نښه شوي دي.
بله موضوع دا ده چې دا برید په فارس خلیج کې د اسرائیلي میلیاردر ایال اوفر پر کښتۍ له برید څو ورځې وروسته شوی دی. په بل عبارت، صهیونیستي رژیم هڅه کوي دا پیغام ورکړي چې دغه برید یو متقابل ځواب وو. له دې سره، هغه څه چې له دې ادعا سره په ټکر کې دي، هغه دا دي چې د صهیونیستي رژيم د تېرې یکشنبې ورځې په سهار د دمشق په څنډو کې ملکي خلک او د استوګنې سیمې د صهیونیستي توغندیو په وسیله په نښه شوې.
بل مهم ټکی دا دی چې دا بریدپه اشغال شویو سیمو کې د داخلي کړکېچ زور اخیستو سره سم ترسره شوی دی. تېره ورځ په پرلپسې توګه د اوومې اونۍ لپاره، د اشغال شویو سیمو خلکو د قضایي سیستم پروړاندې د بنیامین نتانیاهو د کابینې د کړنو په اعتراض کې مظاهرې وکړې. دا مظاهرې ښیې چې د بنیامین نتانیاهو کابینه خورا په ناوړه وضعیت کې ده، ځکه چې په لسګونه زره خلکو د کابینې ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
له همدې امله، داسې ښکاري چې بنیامین نتانیاهو د اشغال شویو سیمو د داخلي عامه افکارو د اړولو په هدف د سوریې پر ضد یو نوی برید تنظیم کړی دی. پخوانۍ تجربې ښیي چې دا ډول اقدامات د اشغال شویو ځمکو بحران نه شي کمولی.
بله مهمه مسله او ټکی دا دی چې پر سوریې د صهیونیستي رژیم برید په داسې حال کې ترسره شو، چې په دې هېواد کې د ریښتر په کچه د ۷.۸ درجې زلزلې له امله تراوسه څه دپاسه پنځه زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل او لادرکه شوي دي. د سوریې حکومت هم له زلزله ځپلو سره د مرستو په حال کی دی. دا برید ښیي چې د قدس غاصب رژیم اصلا د بشري ناورینونو پروا نه لري.
له دې سربېره، د صهیونیستي رژیم دغه برید په داسې حال کې ترسر شو، چې د داعش ترهګرې ډلې بریدونه او په سوریې کې له زلزله ځپلو حالاتو څخه دهغوې په ګټه کار اخیستل، د صهیونیستي رژیم او د داعش ترهګرې ډلې ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري.
په دې لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویان ناصر کنعاني د صهیونیستي رژیم د نویو بریدونو او د سوریې پر ولس باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملو لړۍ ته په اشارې سره،د دغو دوو ترهګرو ډلو همغږي یوه طبیعي او ارثي اړیکه ده وګڼله چې د سوریې د ملت په وضعیت کې چې دوه اونۍ مخکې د ویجاړونکې زلزلې له اغیزو سره مخ دی، هڅه کوي چې د دغه هېواد د خلکو دردونه او کړاوونه زیات کړي.
په سوریې باندې د صهیونیستي رژیم د تېرې یکشنبې ورځې برید دا ثابته کړه چې بشري ناورینونه د دغه رژیم لپاره د خپلو سیاسي او جنایتکارو هدفونو د تحقق لپاره یو فرصت دی . نړیواله ټولنه لا هم د دغو جنایتونو په وړاندې چوپه خوله ده.