صهیونیست رژیم د غزې په تړانګې باندې هوایي بریدونه وکړه
اسرائیلي رژیم د فلسطین د مقاومت د دفاعي بریدونو په ځواب کې د غزې د تړانګې په یو شمېر سیمو باندې هوایي بریدونه وکړه.
د فلسطین مقاومتي ډلو تېره شپه د صهیونیست رژیم له لورې د ۱۱ بې ګناه فلسطینیانو د وژلې او د ۱۰۲ تنو د ټپي کېدو په ځواب کې په اشغالي سیمو باندې توغندوي بریدونه وکړه، خو د اسرائیل جناتکاره رژیم د فلسطین د مقاومتي ډلو د دفاعي بریدونو په ځواب کې د غزې د تړانګې د ښار په مرکز او د الشاطي په مهاجر کېمپ باندې بمبار وکړ.
د فلسطین مقاومتي ډلو هم د صهیونیست رژیم په جنګي الوتکو باندې توغندی وتوغولې.
دا په داسي حال کې دی چي د فلسطین مقاومتي ډلو تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، اعلان وکړ چي د صهیونیست رژیم د پرلپسې جنایتونو او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه باندې د یرغلونو د امله داسي اور به بل شي چي صهیونیست رژیم به پکښې وسوځول شي.