نتانیاهو:
د ښارګوټو د جوړولو بهیر به دوام وموندي
د صهیونیست رژیم لومړي وزیر د فلسطینیانو د کورونو د نه هوارولو او د نویو ښارګوټو د نه جوړولو په برابر د نړیوالو د غوښتنو په ځواب کې ویلي چي د ښارګوتو جوړولو ته به دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۳۳۴ پریکړه لیک کې صهیونیست رژیم د فلسطینیانو د ځمکې له غصبولو او د نویو ښارګوټو له جوړولو منع کړای شوی دی خو دغه رژیم لاهم د فلسطینیانو د کورونو په هوارولو او د هغوی په شړلو سره، په فلسطیني ځمکو د صهیونیستي ښارګوټو جوړولو ته دوام ورکوي.
بنیامین نتانیاهو د پراخو نړیوالو غبرګونونو په اپوټه اعلان وکړ چي په نیواکي فلسطین کې د اسرائیلي ښارګوټو د جوړولو بهیر به له کوم ځنډ پرته دوام وموندي.
د صهیونیست رژیم د داخلي امنیت د شورا مشر زاحی هنګبي د عقبې له غونډې نه وروسته، رسنیو ته وویل چي د اسرائیل د رژیم د کابینې په سیاستونو کې هیڅ بدلون به را نه شي او ټاکل شوې ده چي ۹ صهیونیست میشت ښارګوټې د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ځمکې باندې جوړ شي.
اروپایې اتحادیه په یوه اعلامیه کې د صهیونیست رژیم له لورې د نویو ښارګوټو د جوړلو غندنه کړي ده.