په تل ابیل کې صهیونیستانو بیا ځلې مظاهرې وکړې
په تل ابیب کې یو ځلې بیا صهیونیستانو د نتانیاهو له لورې د قضایي قانون له بدلون سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې.
صهیونیستانو د اسرائیل د رژیم په قضایي قانون کې له بدلون سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې او د دې قانون د لغوه کېدو غوښتونکي شول.
دغه بدلون چي د نتانیاهو د کابینې له لورې د اسرائیل د رژیم په قضایي قانون کې تصویب شوی، د دې رژیم د عدلي ارګانونو واک کمیږي او د نتانیاهو د فساد تورونه نه شي تعقیبولای.
د ایرنا له راپور سره سم، مظاهرې په تاوتریخوالو اوښتي او د صهیونیست رژیم فوځیانو د خلګو ډبولو ته مخه کړې ده چی د امله ۱۱ تنه زخمیان شوي او ۳۹ تنه نیول شوي دي.
د قضایي قانون بدلون په صهیونیست رژیم کې د ژورو اختلافاتو د رامینځ ته کېدو سبب شوی او په تیرو اونیو کې د نتانیاهو په ضد د تل ابیب، حیفا، نیواکي قدس، بئرالسبع او یو نیم نورو نیواکي ټاټوبو کې سختي مظاهرې شوي دي.