روانې پیښې د صهیونیسټي رژيم د ختمیدو نښې دي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي پرون مازیګر د جانباز د ورځې په مناسبت وینا وکړه او ویې ویل: ټول شواهد ښودنه کوي چې صهیونیسټي رژيم خپلې پاې ته نزدې شوی دی
سید حسن نصر الله د خپلې وینا په پیل کښې د شعبانیه اخترونو په مبارکۍ سره څرګنده کړه: د مقاومت د جانبازانو بریاوې حتی له جنګ وروسته هم دوام لري، د دې په ترڅ کښې چې مونږ د اسیرانو په ستونزو او کړاوونو خبر یوو او هغوي به هیر نه کړوو.
هغه بیا د فلسطین مسئلې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: ټول اسلامي امت ته پکار دي چې د صهیونیسټي رژیم سره په مقابله کښې د فلسطن د ولس ملاتړ وکړي او دا ټولې وروستۍ پيښې هم د صهیونیسټي رژیم د ختمیدو نښې نښانې دي.
هغه وویل: د مقاومت معادله نن سبا زمونږ د سرحدونو، خاورې او سمندر ملاتړ کوي او یوازې د ایران اسلامي جمهوریت او سوریې د اسرائیلو په وړاندې له دفاعي ځواک څخه ملاتړ وکړ او په هم دې وجه دغه دواړه هیوادونه له یرغلونو سره مخامخ دي.
د لبنان د حزب ا... عمومي منشي ټینګار وکړ: د لبنان له یو لویشت خاورې یا یو څاڅکي اوبو به هم تیر نه شو او که د ګیس او تیلو د استخراج په کار کښې کوم ځنډ رامینځته شي نو پایلې به یې د اسرائیلي دښمن ګریوان ونیسي.