امریکا د سوریې التنف سیمې ته نور ترهګر استولي دي
سانا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې سرچینو د حمص ولایت په التنف سیمه کښې د امریکا غیرقانوني اډې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د انتقال خبر ورکړ.
د امریکا ځواکونو له تیرو کلونو راهسې د داعش ترهګرې ډلې ګڼ شمیر غړي له خپلو غیر قانوني اډو څخه د سوریې التنف نیواکي سیمې ته انتقال کړي دي او د پوځي روزنې له ورکولو وروسته یې هغوې د سوریې په صحرايي سیمو کښې دیره کړي چې د سوريې د پوځ د مرکزونو او د ملکي خلکو پرضد ترهګرې حملې وکړي.
د امریکا نیواکګرو عسکرو د داعش ترهګرې ډلې یو شمیر غړي د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ښار کښې له «ثانویه صنعتي» زندان څخه د دغه ښار په جنوب کښې په «الشداد» او «میدان العمر» کښې خپلو غیرقانوني اډو ته انتقال کړل.
د سوریې ځايي سرچینو وویل د داعش ترهګرې ډلې غړي به له دې وروسته د عراق او د اردن سرحدونو ته نږدې د سوریې په ختیځ کښې د حمص ولایت په ختیځ کښې په التنف سیمه کښې د امریکا د دفاع وزارت لخوا د رامینځته شوي غیر قانوني اډې ګاونډ ته انتقال شي.
د دوه زره اولسم میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې په سوریې کښې د امریکا د پوځي مټ په توګه د داعش ترهګرې ډلې په ماتي خوړلو سره د امریکا پوځیان نیغ په نیغه د هغوې ځاې ناستي شول او دقیقا له هماغه وخت راهسې یې د داعش پرځاې د سوریې د تیلو او د سرچینو استخراجول او غلا کول پیل کړل.