د وحشي صهیونسټي دښمنانو جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي
د حماس غورځنګ یوه مقام ددې خبرې په کولو سره چې سیف القدس یعني د قدس توره ،تردې دم په تَکې کې نه ده کیښودل شوې زیاته کړه ،هره ورځ په لویدیځي غاړې کې د اوښکلو تورو شاهدان یوو، په لویدیځي غاړې کې د مونږ ټول شهیدان او اتلان د قدس تورې دي .
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مرستیال صالح العاروري په یولړ څرګندونو کې روښانه کړه، په لویدیځي غاړې کې مقاومت ورځ تربلې پراخیږي او په دغې سیمې کې دمقاومت د اور لمبې نه غلی کیږي ،باید له مقاومته ملاتړونه لازیات او د دښمن جنایتونو ته چورلټ اوغاښ ماتونکي ځواب لپاره زمینې برابرې شي.
هغه ووئيل، بایدد فلسطینیو ښارونو او کلو ددفاع لپاره د صهیونیستي نیواکګرو ښارګوټو میشتو سره د مقابلې لپاره په لویدیځي غاړې کې پراخې ولسی کمیټې جوړې شي.
د حماس غورځنګ دغه مسئول مقام ددې خبرې په کولو سره چې سیف القدس یعني د قدس توره ،تردې دم په تَکې کې نه ده کیښودل شوې زیاته کړه ،هره ورځ په لویدیځي غاړې کې د اوښکلو تورو شاهدان یوو، په لویدیځي غاړې کې د مونږ ټول شهیدان او اتلان د قدس تورې دي .