سعودي عربستان په یمن کښې نور کسان مړه او ژوبل کړل
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن سرچینو د هیواد په سرحدي سیمو باندې د سعودي عربستان د پوځ د توپونو د حملې او د یوه کس د وژل کیدا او د څلورو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
د یمن پرضد د سعودي عربستان جنګ نهم کال ته رسیږي او له تیرو څو ورځو راهسې د دغه جنګ د ختمیدا په هکله ګونګوسې رواني دي خو سعودي عربستان اوس هم د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو ته دوام ورکوي.
د سعودي عربستان پوځ د یمن پرضد د خپلو تیریو په دوام کښې پرون په «شدا» سرحدي سیمې باندې د توپونو ډزې وکړې چې له کبله یې تراوسه یو ښاریز وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د سعودي عربستان د عسکرو په ډزو کښې د یمن د صعده ولایت په خوا کښې په «قطابر» سیمه کښې هم دوه نور ښاریز ژوبل شوي دي.
له تیرو څو اونیو راهسې د سعودي عربستان عسکرو په ځلونو د یمن د صعده ولایت په مرکزي سیمو باندې د توپونو او د توغندیو بریدونه کړي دي.