په سوریه کې د صهیونیستي رژیم بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې
Mar 23, 2023 02:30 Asia/Kabul
خبري سرچینو د چهارشنبې په شپه خبر ورکړ چې د صهیونیستي رژیم یوه بې پیلوټه الوتکه په سوریې کې نسکوره شوې ده.
د ایرنا د راپور له مخې، د اسرائیلو د پوځ ویاند آویخای ادرعي وویل چې دغه بې پیلوټه الوتکه د ګزمې په حال کې وه چې نسکوره شوه او د اطلاعاتو د افشا کېدو په اړه هېڅ اندېښنه نشته.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
تېره چهارشنبه هم د غزې تړانګې په شمال کې د صهیونیستي پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوه.
ټیګونه