نتانیاهو تر دوبي پورې قضايي اصلاحات وځنډول
په نیواکي فلسطین کې له پراخو اعتراضونو وروسته دصهیونیستي رژیم لومړي وزیر د قضايي اصلاحاتو د پروګرام له ځنډولو سره موافقه وکړه.
افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د ملي امنیت رئیس ایتامار بین ګویر له یوې غونډې وروسته موافقه وکړه چې د قضايي اصلاحاتو په نوم یاد شوي بدلونونه به وځنډول شي.
د راپورونو له مخې دوی د ملي امنیت تر ریاست لاندې د (صهیونیست) ملي ګارد پر جوړولو هم هوکړه کړې ده. له بلې خوا صهیونیستي رسنیو اعلان کړی چې د موساد پخواني مشر تامیر باردو له نتانیاهو غوښتي چې سمدستي استعفا ورکړي.
دصهیونیستي پوځیانو لوی درستیز وویل موږ هېڅکله په اشغال شویو سیمو کې په دومره ستره پیمانه بهرني ګواښونه او داخلی شخړې نه دي لیدلي.
د بنیامین نتانیاهو د سخت دریځې کابینې د پرېکړو پروړاندې د اعتراضونو په لړ کې د فلسطین په نیواکي سیمو کې د اعتصابونو څپې را وپارولې چې له امله یې د خلکو ژوند له عادي حالت څخه وتلی دی.