په سوډان کښې د قدرت د جنګ دوام او د هغه پایلې:-
په سوډان کښې د وسله والو ډلو ترمینځ د جنګ لمن د هیواد بیلابیلو سیمو ته غځیدلي ده او له ټولو هڅو سره سره حتی درې ساعته اوربند هم نه دی توانیدلی نښتې کمې کړي.
د سوډان د واکمنۍ شورا د مشر په توګه د جنرال عبدالفتاح البرهان په قومندنۍ د سوډان د پوځ د ځواکونو او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان «محمد حمدان دغلو» چې په «حمیدتي »مشهور دی جنګ په پلازمینې خرطوم کښې پیل شوی دی.
په حقیقت کښې د دغو دوو چارواکو ترمینځ د نظر اختلاف همدا اوس په سوډان کښې جنګ رامینځته کړی دی.
که څه هم البرهان او حمیدتي د بیلابیلو مسائیلو په هکله د نظر اختلاف درلود خو د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان د واک او د اختیاراتو د کمولو او د سوډان په پوځ کښې د دغو ځواکونو د شاملولو موضوع له مخکې څخه زیات د حیمدتي غصه راپارولي ده او په دې ډول په هیواد کښې جنګ پیل شوی دی.
د سوډان په جنګ کښې تراوسه څه د پاسه زر کسان مړه یا ژوبل شوي او دغه جنګ دریمې ورځې ته ورننوتلی دی.
که څه هم د جنګ د پیلیدا په لومړیو ساعتونو کښې د سوډان دننه او په بهر کښې د مینځګړیتوب لپاره هڅه پیل شوه خو دغه کوشش تراوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړي او حتی د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د امنه انساني لارو د رامینځته کولو لپاره درې ساعته اوربند هم کومه نتیجه نه ده ورکړي.
که څه هم سوډان هیواد لسګونه کلونه کیږي چې له اقتصادي او سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی خو د دغه هیواد د پخواني دیکتاتور عمر البشیر له واکه لیرې کیدا په دغه هیواد کښې سولې او ارامښت ته د رسیدا لپاره هیلې راژوندۍ کړي وې خو د پوځي شورا د تشکیل سیاسي دعوو او جنجالونو او د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنې ته نه پاې بندۍ یوځل بیا په سوډان کښې شرایط سخت کړي دي.
د سوډان د چارو کار پيژاند او شناند اسامه الشیخ په دې هکله وايي: د هیواد اوسنۍ جګړه په حقیقت کښې د واک په هکله د چټک غبرګون د پوځي ملیشا ځواکونو او د پوځ د مشرانو ترمینځ د سیالۍ پرسر ده.
همدا اوس په سوډان کښې د قدرت جنګ په پراخه سویه زیات شوی دی او په دغه هیواد کښې لوږه او بې وزلۍ هم ډيره شوي ده او د سوډان ډیر خلک سیاسي بدلونونو او ډیموکراسۍ ته د رسیدا لپاره خپل ایډیالونه له مینځه تلونکي ویني.
ډيرې سیاسي ګوندونه هم له مخکې څخه زیات په سوډان کښې د بهرنيو هیوادونو په نفوذ اندیښمن دي په دې ډول چې «رای الیوم» اینټرنیټي عربي ورځپاڼې ولیکل د کورنیو عواملو په اجرا سره په سوډان کښې بهرنۍ دسیسې د سوډان ډیر خلک اندیښمن کړي دي کوم چې سوډان د لیبیا له برخلیک سره مخامخ کوي.
د سوډان پخواني لومړي وزیر عبدالله حمدوک په دې زمینه کښې وویل همدا اوس او له دې مخکې چې ناوخت شي دغه جنګ باید بند شي او د سولې لپاره فرصت رامینځته شي.
سوله د سوډان د خلکو یوازنی انتخاب دی چې کولای شي د کورني جنګ مخه ونیسي. باید د سوډان په چارو کښې له هر ډول خارجي لاسوهنې سره مخالفت وشي په همدې دلیل له نړیوالې ټولنې غواړو په سوډان کښې د سیاسي خبرو اترو د پیلیدا په ملاتړ کولو سره مثبت رول ولوبوي.
د سوډان د سیاسي چارو شاند او کارپیژاند اسامه الشیخ هم په دې زمینه کښې خبرداری ورکوي د کورني جنګ یوازني بایلونکي د سوډان خلک دي ځکه چې د هیواد شرایط به نور پسې خراب کړي. له بلې خوا یوشمیر استثمارګر هیوادونه هم په سوډان کښې جنګ ته د لمن وهلو په حال کښې دي.
په هرحال په سوډان کښې د جنرالانو ترمینځ د قدرت پرسر د جنګ له نتیجې چې ورتیر شوی داسې ښکاري دغه هیواد د کړکیچ او د ناامنۍ نوي پړاو ته ورننوتلی دی او د جنګ دوام به د دغه هیواد لپاره ورانونکي پایلې ولري.