په الاقصی جومات کې د ۳۰۰ زره لمونځ کوونکو ګډون
Apr 18, 2023 10:45 Asia/Kabul
د رمضان د مبارکې میاشتې په ۲۷ شپه له ۳۰۰ زره زیات فلسطینیان په الاقصی جومات کې جمعې ته حاضر شوي وه.
د ایران پرس له راپور سره سم، د الاقصی د جومات په چارچاپېر کې د اسرائیلي فوځيانو له لورې د لګول شویو محدودیتونو سربیره، فلسطینیانو له ګوټ ګوټ څخه ځانونه الاقصی جومات ته ورسول او د اسرائیل د رژیم په وړاندې یې خپل یووالې نندارې ته وړاندې کړه.
فلسطینیانو په الاقصی جومات کې د تراوحو د لمانځه تر څنګ، د سهار تر اذانونو پورې جومات کې پاته شوي دي.
ځینو اسلامي عالمانو په دې باور دي چي د رمضان د میاشتې ۲۷ د قدر له شپې سره سمون خوري. الاقصی کې د سلګونو زرو فلسطیني لمونځ کوونکو حضور یو ځلې بیا د قدس شریف په نه بدلېدونکی اسلامي هویت باندې ټینګار وکړ.
ټیګونه