سوریې د اروپايي اتحایې نوي بندیزونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131870-سوریې_د_اروپايي_اتحایې_نوي_بندیزونه_وغندل
دمشق د سوریې خلاف د نویو یواړخیزو بندیزونو د لګولو لپاره د اروپايي اتحادیې فیصله وغندله او هغه یې د غلیمانه سیاست او د دغه هیواد خلاف د جنګ په لړ کښې وبلله
(last modified 2023-04-25T22:37:06+00:00 )
Apr 26, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • سوریې د اروپايي اتحایې نوي بندیزونه وغندل

دمشق د سوریې خلاف د نویو یواړخیزو بندیزونو د لګولو لپاره د اروپايي اتحادیې فیصله وغندله او هغه یې د غلیمانه سیاست او د دغه هیواد خلاف د جنګ په لړ کښې وبلله

د اروپايي اتحادیې د خارجه وزیرانو شورا تیره دوشنبه د سوریې ۸ ارګانونه او ۲۵ شخصیتونه او سوریې خلاف د اروپايي اتحادیې د بندیزونوپه لسټ کښې ورزیات کړل.

د سوریې خارجه وزارت پرون وویل چې اروپايي اتحادیه یوځل بیا خپل دروغ تکراروي او مدعي ده چې په سوریې باندې تپل شوي بندیزونه د انساني مرستو او خوراکي موادو او طبي تجهیزاتو د ورسیدو مخه نه نیسي حال دا چې دغه بندیزونه د سوریې د خلکو د ژوند او معیشت لپاره جدي خنډونه دي او د دې هیواد پر اقتصاد هم منفي اغیزې کوي.

نن سبا د سوریې په حکومت پورې اړونده ۳۵۱ کسان او ۹۰ ارګانونه د چټي تورونو په بنیاد د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په لسټ کښې موجود دي.