فلسطیني مقاومت کوونکو د صهیونیسټانو پرضد ۲۴۲ عملیات ترسره کړي
د فلسطین د مقاومت ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په لوېدیځه غاړه کې، د صهیونیسټانو پرضد په لسګونه عملیات ترسره کړي.
د فلسطین الیوم خبري آژانس د راپور له مخې، د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو مرکز چې د « معطي » په نامه یادېږي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو پرضد ۲۴۲ عملیات ترسره کړي دي.
د دغه راپور له مخې، د فلسطین د مقاومت ځواکونو د لوېدیځې غاړې او د بیت المقدس په مختلفو سیمو کې، د صهیونیسټي پوځیانو پروړاندې په ګولیو او په چاودېدونکو موادو سره مقابله وکړه.
معطي اعلان وکړ چې په تېرې اونۍ کې دوه فلسطینیان شهیدان شوي، دوه صهیونیسټان وژل شوي او د دوی پنځه نور ټپیان شوي دي.
د اپریل په میاشت کې هم په لوېدیځه غاړه کې د نښتو له امله، درې صهیونیسټان ووژل شول، ۴۱ صهیونیسټان ژوبل شول او ۱۱ فلسطینیان هم شهیدان شول.