په نابلس کې د فلسطیني سیمو پر میشت ځایونو برید
Jun 05, 2023 09:58 Asia/Kabul
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، په لسګونو صهیونیسټانو د دغه رژیم د پوځیانو په ملاتړ سره د اردن سیند په لوېدیځ کې د نابلس ښار پر مختلفو سیمو حملې وکړې.
په همدې لړ کې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د نابلس په برقه کلي د صهیونیسټانو په حملې کې ۵۸ فلسطینیان د اوښکې بهونکي ګاز د استعمال له امله ټپیان او ژوبل شوي دي.
د "سولې اوس" سازمان چې د ښارګوټو د جوړولو مخالف دی، په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په لوېدیځه غاړه او بیت المقدس کې په څه باندې ۲۷۸ صهیونیسټ میشت ځایونو کې له ۴۶۵ زرو څخه زیات صهیونیسټان میشت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې ټول یهودي میشت ځایونه د نړیوالو قوانینو له مخې غیر قانوني دي.
ټیګونه