د امریکاسفیره عراق ته د داعشي کورنیو د انتقالولو هڅه کوی
په عراق کی د امریکا سفیره الینا رومانوسکی یوه موده کیږی چی د عراق له سیاسی چارواکو او ځینو دولتی غړیو په کتنه او په دغه هیواد کې په ورکشاپونو کې په شتون سره د عراق په داخلي چارو کی لاس وهنه کوی
د عراق د النصر ایتلاف ویندوی عراق ته د داعشي کورنیو د انتقال په هدف په دغه هیواد کې د امریکا د سفیرې د اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ .
په عراق کی د امریکا سفیره الینا رومانوسکی یوه موده کیږی چی د عراق له سیاسی چارواکو او ځینو دولتی غړیو په کتنه او په دغه هیواد کې په ورکشاپونو کې په شتون سره د عراق په داخلي چارو کی لاس وهنه کوی .
د عراق د الفتح ایتلاف غړی عاید الهلالی هم وویل په عراق کی د امریکا سفیرې په تیرو ورځو کې له مختلفو ډلو او قبایلی مشرانو سره کتنې کړی چی دا اقدامات مشکوک او غیر ډیپلوماټیک حسابیږی .
مخکي هم د عراق د پارلیمان یوشمیر غړیو له حکومته غوښتی وو چی د امریکا سفیرې ته د خپل هیواد په چارو کی د لاس وهنې اجازه مه ورکوی .