د اسرائیلو ډاکټران هم له اعتراضونو سره یوځاې شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135934-د_اسرائیلو_ډاکټران_هم_له_اعتراضونو_سره_یوځاې_شول
مهر خبري اژانس راپور راکړی په پارلمان کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامنین نتانیاهو د قضايي اصلاحاتو د پلان په تصویبیدا باندې اعتراض کښې په نیواکي ټاټوبو کښې پراخو اعتراضونو نن د ډاکټرانو او د درملنې د کادر په یوځاې کیدا سره دوام وموند.
(last modified 2023-07-19T07:01:26+00:00 )
Jul 19, 2023 11:13 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ډاکټران هم له اعتراضونو سره یوځاې شول

مهر خبري اژانس راپور راکړی په پارلمان کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامنین نتانیاهو د قضايي اصلاحاتو د پلان په تصویبیدا باندې اعتراض کښې په نیواکي ټاټوبو کښې پراخو اعتراضونو نن د ډاکټرانو او د درملنې د کادر په یوځاې کیدا سره دوام وموند.

د صهیونیسټ رژیم واکمنه کابینه نیت لري چې د روانې جولاۍ میاشت په پاې کښې  د پارلمان (کنسټ) د وړې د چټیانو له پیلیدا  مخکې قضايي بدلونونه تصویب کړي.

داسې اقدام چې په صهیونیسټ رژیم کښې یې اعتراضونه او سیاسي اختلاف زیات کړی دی.

ویل کیږي چې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قضايي اصلاحاتو په پلان باندې یوشمیر اعتراض کونکي په تل ابیب کښې د اسرائیلو رژیم د ونډو د بازار ودانۍ ته ورننوتل.

دغه راز د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو رژیم لومړي وزیر نتانیاهو ته په  یوه پیغام کښې د قضايي اصلاحاتو د پلان د سمدستي بندیدا  او په دې زمینه کښې له موافقې پرته د هر ډوال اقدام له ترسره کولو منع کړی دی.