اسلامي هیوادونه باید د سویډان سفیران اخراج کړي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله په اسلامي او عربي ملتونو غږ وکړ چې له خپلو حکومتونو وغواړي له سویډن څخه خپل سفیران وباسي او د سویډن سفیران هم له هیواده اخراج کړي.
هغه وویل مونږ په سویډن کښې د قران کریم د سپکاوي ، بې حرمتۍ او د عراق د بیرغ د سوځول کیدا او د عراق د خلکو او د دغه هیواد د سپکاوي کولو کتونکي یوو.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل هغه څه چې په سویډن کښې یې وینو د مسلمانانو د احساساتو د لسمولو دوام دی او کاملا روښانه ده هغو کسانو چې د قران کریم د سپکاوي کولو او د هغه د سوځولو اقدام یې کړی دی د سویډن د حکومت په اجازې سره یې دغه کار ترسره کړی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې قران کریم ته د سپکاوي په بڼه کښې به ورپسې ګام له سویډن سره د مسلمانانو هیوادونو د اړیکو غوڅول وي وویل زه غواړم چې نن ورځ په اسلامي هیوادونو کښې مظاهرې وشي او شعارونه یې هم زمونږ له هیوادونو د سویډن د ډيپلوماټانو ایستل او له سویډن څخه د مسلمانو هیوادونو د ډيپلوماټانو وتل ووسي.
دا لومړی ځل نه دی چې سویډن د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه له سپکاوي ډک او د اصولو ماتونکی اقدام تکراروي.
تیر کال هم په سویډن کښې د ترکیې د سفارت مخ ته دا ډول غیر انساني او د اصولو ماتونکي حرکتونه شوي وو.