له وحشي صهیونیسټي رژيم سره دې عربان غړیکې غوڅې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140454
د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو  غږ کړی څو  له نیواکګر رژيم سره  دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
(last modified 2023-10-25T01:54:41+00:00 )
Oct 25, 2023 05:34 Asia/Kabul
  • له وحشي صهیونیسټي رژيم سره دې عربان غړیکې غوڅې کړي

د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو  غږ کړی څو  له نیواکګر رژيم سره  دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.

فارس خبری آژانس راپورورکړ،  د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان  په یولړ وروستیو څرګندونو کې ټينګار کړی دی ،عربی اواسلامی هیوادونه او ملګرو ملتونه دې  د فلسطین له غزې سره  دانسان دوستۍ د کریډورونو دپرانیستلو لپاره  خپلې هڅې لازیاتې کړي.

حمدان زیاته کړې مونږ ددرستې نړۍ د پتمنو  خلکو ډيره قدرداني کوو او له هغوي غواړو چې خپلو خوځښتونو ته دې دوام ورکړي اواسرائیلي محصولات او شیان دې بایکاټ کړي .

دحماس غورځنګ دغه مشر له عربی او اسلامی هیوادونو څخه له نیواکګر او جنایتکار رژيم سره  د اړیکو دغوڅولو  او له تل ابیب څخه د خپلو سفیرانو دبیرته  ګرځولو  غوښته وکړه.هغه ټينګار کړیدی ، عربی او اسلامی  هیوادونو څخه غواړو چې د غزې تړانګې د مظلوم ولس  په وړاندې دې پخپل  سیاسی او اخلاقي  مسئولیّتونو عمل وکړي.

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ  حماس د ۱۹۷۳کال د اکتوبر د شپږمې نیټې د جنګ د پنځوسمې کلیزې په مناسبت  هم په یوې اعلامیې کې اعلان کړی ؤپه دې  مناسبت  له ټولو عربو او مسلمانو وروڼو څخه چې  له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لارې ته کاږل شوي دي ،غواړو ،څو له دغې لارې بیرته وغړیږي  چې  له قدس او الاقصی جومات ته هیڅ خدمت نه کوي.